د ۶.۴ ریښتر درجې په شدت يوې زلزلې تاجکستان ولړزاوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴وری، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د ۶.۴ درجې په شدت يوې زورورې زلزلې تاجکستان ولړزاوه.
د اروپایي-مدیترانې زلزلو د څار مرکز ویلي، چې د ريښتر په کچه د دغه زلزلې شدت ۶.۴ درجې دی او د منځنۍ آسیا په تاجکستان کې، د ځمکې له سطحې څخه په ۱۶ کیلومتره ژوره کې شوی ده.
راپورونو کې د زلزلې موقعيت د تاجکستان، د رشټ ښار شمال ختیځ ته ۲۱ کیلومتره ليرې ښودل شوی دی.
تر اوسه د دې زلزلې له امله د تلفاتو یا زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.



