د يوناما مشر بینټ بیا شیطاني شروع کړې!
تبصره: داد محمد ناوک
بي بي سي د یوناما دفتر له قوله ویلي، افغانستان کې ”واکمن چارواکي په ټینګ هوډ سره هڅه کوي چې د خپل سوچه اسلامي نظام لیدلوری په ټول هېواد کې پلي کړي”. وایي د امربالمعروف قانون د تطبیق لپاره ”د نورو فرمانونو پرتله ډېرې، سیستماتیکې او دوامداره هڅې” کوي.
د يوناما د بشري حقونو د څانګې مشر ريچرد بينيټ هغه بله ورځ هم له یادې راډیو سره مرکه کې دعوه وکړه، چې ګواکې د ده راپورونه دي، چې د لوېدیځ او افغانستان د نږدې کېدو مخه یې ونیوله، ده غربي هېوادونو ته مشوره ورکوله چې د اړیکو په ښه کېدو کې دي بېړه نه کوي، ځکه چې واکمن یې بدل شوي نه دي!
د دوی د بدلون معیار همدا دی چې د اسلامي نظام د احکامو د تطبیق کوشش دي نه کېږي، ګواکې دوی پر دې خواشیني دي چې د اسلامي نظام د تطبیق هڅه کېږي او په جالب جرئت دا خبره کوي چې د ده په قول ولې “سوچه اسلامي نظام” تطبیقېږي؟؟
له ماتې وروسته د وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اعتراف وکړ، چې نور موږ هغه موقف کې نه یو، چې نورو هېوادونو ته د نظام نوعیت ور وښیو، خو بینټ بیا شیطاني شروع کړې!


















