اسرائیلو غزه کې د اوبو رسولو دوه نل ليکو له منځه وړلو له امله د اته لکه کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴وری، ۱۴۰۴ل)

‏د غزې د حکومت رسنیز دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې اسراییلي اشغالګرو د اوبو، برېښنا او د اوبو د چلېدو لپاره اړین سون توکي زیربناوې په نښه او له منځه وړي دي.

د غزې رسنيز دفتر وايي، اشغالګرو قصداً د مکوروت د اوبو دوه پایپونه، چې د غزې ښار ختیځ او منځنۍ سیمه کې دي، له کاره غورځولي دي او زياتوي چې دغه دواړه پایپونه د غزې ښار ختیځ او منځنۍ سیمه کې له ۷۰۰ زرو څخه زياتو خلکو ته اوبه رسولې.

دغه راز په خبرپاڼې کې راغلي چې اشغالګرو د برېښنا هغه مزی هم بند کړی چې د دیر البلح د اوبو سټېشن ته يې برېښنا ورکوله، چې دې کار د ۸۰۰ زرو خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی.

همدارنګه د غزې حکومت رسنيز دفتر ويلي، چې اشغالګرو د غزې په تړانګه کې د اوبو او فاضله‌ اوبو له ۹۰ سلنه زیاتې زیربناوې ویجاړې کړې او په غزه کې يې د یو ستر بشري او چاپېریالي ناورین څخه خبرداری ورکړی ځکه وايي چې لکونه خلک له اوبو بې برخې شوي دي.

د غزې رسنيز دفتر دغه راز له نړیوالې جزايي محکمې غوښتنه کړې چې د اسرائيلي اشغالګرو پر مشرانو د نیولو حکمونه صادر کړي، ځکه چې هغوی اوبه د وسلې په توګه کاروي.

مربوطه مطالب

Back to top button