ترکيه کې د افغانستان سفارت: د افغان محصلينو استازو سره مو د تعلیمي وضعیت او فرهنګي فعالیتونو په اړه غونډه کړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴وری، ۱۴۰۴ل)

په ترکيه کې د افغانستان سفارت وايي، چې په پلازمېنه انقره کې يې د «اپريل ۱۲مه» د دغه هېواد د ۱۸ ولایتونو د افغان محصلينو استازو سره غونډه کړې ده.
د سفارت له لوري په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې دې ناسته کې د محصلينو تعلیمي وضعیت، اقامت، او فرهنګي فعالیتونو په اړه بحث او خبرې شوي دي.
د سفارت د معلوماتو پر اساس په ترکيه کې د افغانستان سفارت سرپرست، ښاغلي محمد زبیر ودان، د کوربه هیواد او افغانستان په همغږۍ سره، د محصلینو هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتووالی ښودلی دی.
خبرپاڼه زياتوي، چې غونډه په موثرو طرحو او وړاندیزونو سره پای ته ورسېده, چې موخه یې د محصلينو د تحصیلي وضعیت ښه‌والی او د هغوی د بېرته ستنېدو لپاره زمینه برابرول وو.

مربوطه مطالب

Back to top button