اسلامي جهاد رفح کې د صهیونیستي پوځیانو اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۴ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي وایي، چې د اسلامي جهاد ځواکونو د یادې تړانګې په بندري ښار رفح کې د صهیونیستي ترهګر ريژیم پوځي اهداف په نښه کړي دي.

د اسلامي جهاد پوځي څانګې “سرایة القدس” په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې ځواکونو یې د رفح ښار په جنوبي عوض الله سیمه کې د اسرائیلي پوځ اډه په توغندیو ویشتلې ده.

د قدس لېوا خبر پاڼه کې راغلي: ځواکونو یې په هغو یرغلګرو پوځیانو د توغندیو برید ترسره کړ، چې د عملیاتو لپاره په چمتوالی بوخت و او د توغندیو د لګیدلو له امله درنې چاودنې رامنځته شوي دي.

د ویلو ده، چې اسلامي جهاد په یاد برید کې صهیونیستي اشغالګرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو غزه کې د الجزیرې ځایي خبریال خبر ورکړی، چې برید کې د صهیونیستي ريژیم د پوځ اړوند اډې ته درانه زیانونه اوښتې او ښایي مرګ ژوبله ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button