حماس: د معمداني روغتون بمبار د امریکایي ملاتړ لاندې او په بشپړه توګه ويجاړ شوی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴وری، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، د اشغالګر اسرائیلي پوځ له خوا د معمداني روغتون په دوو توغندیو بمبار شوی، چې له امله ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

فلسطيني رسنۍ ليکي، چې نن یکشنبه د اپرېل ۱۳، د سهار وختي په پنځم ځل د اشغالګر پوځ جنګي الوتکو د معمداني روغتون پر ودانۍ دوه توغندي توغولي، چې له امله یې د استقبال، بیړني حالت، لابراتوار او درملتون څانګو ته درانه زیانونه واوښتل او اور هم ولګېد، چې روغتون یې له خدمت څخه په بشپړ ډول وویست.

په عين حال کې د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د معمداني روغتون بمبار غدلی او دا برید یې د اشغالګرو اسرائيلو لخوا یو بل جنګي جنایت بللی چې په غزه کې د دوامدارو سرغړونو لړۍ ده.

حماس په دې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي چې دا برید د اشغالګرو له لوري د امریکا د سیاسي او پوځي ملاتړ له امله شوی او نړیوالو بنسټونو چپ پاتې کېدل د عدالت او حساب ورکونې د نشتوالي نښه ده. حماس وايي چې امریکا د دغه بريد بشپړه مسؤله او ویې ویل چې دا جنایت د امریکا له “شنه څراغ” پرته ممکن نه و.

حماس له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او اسلامي او عربي هېوادونو غوښتي چې سمدستي مداخله وکړي، ترڅو د نړیوال بشري قانون سرغړونې بندې شي، او روغتیايي مرکزونه او ملکي وګړي خوندي وساتل شي.

معمداني روغتون د دې جګړې په پیل کې د تر ټولو خونړۍ پېښې شاهد و، چیرې چې د یوه اسرائیلي هوایي برید له امله نږدې ۵۰۰ تنه ټپیان او شهیدان شول.

په داسې حال کې چې لا هم روغتیایي مرکزونه او ملکي وګړي په نښه کېږي د غزې روغتيايي مسؤولين وايي، چې اشغالګرو د جګړې له پيل راهیسې په قصدي توګه ۳۴ روغتونونه ویجاړ کړي دي، چې له امله یې د بشري ناورین خطر زیات شوی دي.

مربوطه مطالب

Back to top button