د سوډان جګړه؛ حکومت مخالفو وسله والو د پلازمینې خرطوم ځینې سیمې نیولي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۴ل)
په داسې حال کې چې د سوډان په بېلا بېلو سیمو کې د حکومتي ځواکونو او حکومت مخالفو وسله والو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، روسي رسنیو خبر ورکړی، چې د چټک غبرګون په نامه حکومت مخالفو وسله والو یوځل بیا د پلازمینې خرطوم ځینې سیمې نیولي دي.
مسکو نیوز خرطوم کې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې له تېرې شپې راهیسې حکومت مخالفو وسله والو د پلازمینې اړوندو سیمو کې پرمختګ کړی او سهار یې د خرطوم ښار دوه مهمې او ستراتیژیکې سیمې په خپله ولکه کې اخیستې دي.
د ویلو ده، چې د چټک غبرګون په نامه د حکومت مخالفې وسله والې ډلې جنګیالي داسې مهال پلازمینه خرطوم کې پرمختګ کوي، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې حکومت ځواکونو ادعا کړې وه، چې د چټک غبرګون له ملیشو یې پلازمینه خرطوم آزاد کړی دی.



