انصارالله: که امریکایي ځواکونه پر يمن ځمکنی یرغل وکړي پیښمانه به شي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ لوړ پوړي غړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي که امریکایي ځواکونه پر يمن ځمکنی یرغل وکړي پیښمانه به شي.
د انصارالله غورځنګ لوړ پوړي غړي “حزام الاسد” خبرداری ورکړی، چې
په راتلونکو ورځو کې به موږ هغه وسلې په جګړه کې وکارو، چې امریکایانو او اسراییلیانو هیڅکله نه دي لیدلي.
د انصارالله دغه لوړ پوړي غړي، چې المیسرة تلویزیوني شبکې سره یې خبرې کولې زیاته کړې: که چیرې د غزې په وړاندې د صهیونیستي ريژیم یرغل دوام ومومي، نو موږ به په راتلونکو ورځو کې د جګړې په ډګر کې لوی بریدونه ترسره کړو.
نوموړي ادعا کړې، چې تورمان بېړۍ له فعالیت څخه لویدلی دی او په یمن د امریکایي اشغالګرو هوایي بریدونه له ناکامي سره مخ دي او اوس هڅه کوي یمن کې د خپلو غلامانو په ملاتړ ځمکنی یرغل وکړي؛ خو لکه څنګه یې چې هوایي بریدونه له ناکامۍ سره مخ دي ځمکنی یرغل به یې هم ناکام وي.
د ویلو ده، چې د یمني ځواکونو دغه لوړ پوړي چارواکي ټرمپ ته په خطاب کې ویلي که په یمن مو د ځمکني یرغل هڅه وکړه له داسې برخلیک سره به مخ شئ چې د ویتنام، عراق او افغانستان ماتې به مو له یاده ووځي.



