یمني ځواکونو اشغالي فلسطین کې اسرائیلي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو د اشغالي فلسطین په “یافا” ښار کې د صهیونیستي ريژیم پوځي اهداف په نښه کړي دي.

د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” پلازمېنه صنعا کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ادعا کړې، چې ځواکونو یې تېره شپه د اشغالي فلسطین په “یافا” ښار کې د فلسطین2 بالستیک توغندیو پر مټ د صهیونیستي اشغالګر ريژیم یوه پوځي اډه او ځینې نور مهم اهداف په نښه کړي دي.

یحیی سریع ادعا کړې، چې بریدونه یې بریالي و او په نښه شوي اهداف یې له منځه وړي دي.

د ویلو ده، چې د اسرائیلو ۱۲ تلویزیوني شبکې هم له یمن څخه د بریدونو پخلی کړی؛ خو په خبره یې ځینې توغندي د هوایي دفاع سیستم له لوري شنډ شوي خو یو شمېر یې په اهدافو لګیدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button