کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۴ل)
د مصر په پلازمینه قاهره کې د حماس او صهیونیستي ريژیم ترمنځ د اوربند خبرې بې له کومې پایلې پای ته رسېدلی دي.
له قاهرې د حماس غورځنګ غړي وتلي او یادې ډلې په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې ترڅو د عربو په جغرافیه کې د اسرائیلو په نامه هېواد وي وسله والې مبارزې ته به دوام ورکوي.
خبر پاڼه کې دغه راز ویل شوي: ټول بندیان خوشې کوو؛ خو په خپلو شرائطو، اسرائیلي نیواکګر باید په بشپړه توګه د غزې اشغال پای ته ورسوي او له غزې تړانګې څخه ووځي، فلسطیني بندیان دې خوشې کړي او دایمي اوربند دې وکړي.
د حماس اعلامیه کې راغلي: نړیواله ټولنه باید تضمین ورکړي او غزې ته دې مرستې ور پریښودل شي.
د ویلو ده، چې حماس اسلامي غورځنګ یوځل بیا ټینګار کړی، چې په وسلو چاسره خبرې اترې نه کووو او د قدس تر آزادۍ به خپلې وسله والې او سیاسي مبارزې ته دوام ورکوو.

















