کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶وری، ۱۴۰۴ل)
۲۰۰ تنه افغان مهاجر چې په پاکستان کې بنديان وو، د حمل په ۲۵مه نېټه له بنده خوشې شول او بېرته هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ياد شوي کسان د پاکستان د بېلابېلو سيمو څخه نيول شوي وو او له ۱۵ ورځو تر ۶ مياشتو پورې بنديان پاتې شوي وو.
يادو کسانو ته له ثبت او انساني مرستو تر ترلاسه کولو وروسته، خپلو اصلي سيمو ته انتقال شول.
دا په داسې حال کې ده ، چې پرون د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۳۱ کورنۍ، د قندهار د سپین بولدک له لارې ۱۹۴ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۵۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه راز ۲۶۷۲ راستنو شويو ته سيمکارتونه وېشل شوي, ۶۸۵ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.


















