غزني: د ۱۵میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷وری، ۱۴۰۴ل)

‏د غزني د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست رئيس محمد قاسم اميني د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷ بېلابېلو پروژو د چارو د پیل خبر ورکړ.

ښاغلي امیني ویلي چې دغه پروژې د یونپس موسسې په ملاتړ د ۱۵میلیونه افغانیو په مالي لګښت پلې کېږي.

نوموړي زياته کړې، چې په دغو پروژو کې د محافظوي دېوالونو، پلونو او سړکونو د بیارغولو چارې شاملې دي.

ښاغلي امنيي وويل، چې د يادو پروژو چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي او سلګونه کسانو ته به پکې د کار زمينه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button