کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷وری، ۱۴۰۴ل)
د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته د سوداګرۍ، ترانزيت، مهاجرينو ستونزو او نورو ګڼ شمېر ستونزو په اړه د خبرو لپاره هغه هېواد ته په سفر ولاړ.
د صنعت او سودګرۍ سرپرست وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې پلاوي کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي نور الدین عزیزي سره د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت، د چارو د ادارې د لوی ریاست اړوند د پانګونې د آسانتیا ریاست او د بهرنیو چارو، مالیې، د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو، ترانسپورت او هوایي چلند، کرهنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او همدارنګه د کرهنیزو تولیداتو، سوداګرۍ او پانګونې خونو استازي هم پکې ګډون لري.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادو د سوداګرۍ، ترانزیت او لېږد رالېږد په لاره کې د پرتو خنډونو څېړل او لیري کول او په پاکستان کې د پرتو افغان مهاجرینو په وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې کول دي.


















