حماس: پوځي فشارونه د اسراييلي بنديانو ژوند ګواښي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې القسام لېوا «چمتو اوسئ» تر سرليک لاندې د يوې ويډيو په خپرولو سره اشغالګر صهیونیستي رژيم ته ګواښ کړى، چې ډېر ژر به يې زامن په تورو تابوتونو کې ور ستانه کړي.
القسام دې ويډيو کې د اسرائیلي بنديانو کورنیو ته په خطاب کې ويلي، ستاسو مشرتابه د بنديانو د اعدام پرېکړه لاسلیک کړې، نو د دوى د ښخولو ځايونه چمتو کړئ.
د حماس اسلامي غورځنګ نظامي څانګې القسام تر دې وړاندې هم د اسرائیلي بنديانو د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي و، چې اشغالګر رژيم به د پوځي فشار له لارې خپلو موخو ته ونه رسيږي او دا چاره به د بنديانو برخلیک نامعلوم کړي.



