کابل: د پاکستان ځانګړي استازي له امیرخان متقي سره د دواړو هېوادونو پر وضعيت، اړيکو، مهاجرينو او نورو موضوعاتو خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د افغانستان او پاکستان تر منځ د همغږۍ د ګډې کمیټې (JCC) په رأس کې د ا.ا.ا. بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې کتلي او د دواړو هېوادونو پر وضعيت، اړيکو، مهاجرينو ستونزو او نورو موضوعاتو يې خبرې کړي دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغه وزارت سرپرست ښاغلي امير خان متقي له ياد پاکستاني پلاوي سره په کتنه کې په وروستیو کې د افغان مهاجرینو د جبري اخراج په اړه خپله ژوره اندېښنه شریکه کړې ده.
مولوي امیرخان متقي ويلي:«دواړه هیوادونه باید د باور په فضاء کې خپل مسائل د خبرو اترو له لارې حل کړي، او له ټولو هغو اقداماتو او څرګندونو څخه ډډه وکړي چې د ولسونو د خپګان او احساساتو د پارونې لامل ګرځي».
دغه راز په خبرپاڼه کې د پاکستاني پلاوي د مشر صادق خان له قوله ويل شوي، چې د دواړه ګاونډي هیوادونه په خپل منځ کې ژورې اړیکي لري، او باید غور وشي چې څرنګه کولای شو را پورته شوې ستونزې حل شي.
نوموړي همدارنګه په نږدې راتلونکي کې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د سفر خبر ورکړ.



