د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزير په پاکستان کې له افغان سوداګرو او کډوالو سره ليدلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸وری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د پاکستان په اسلام‌اباد ښار کې له یو شمېر افغان سوداګرو او کډوالو سره ليدلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې عزیزي په دې ناسته کې د افغان کډوالو په هر اړخیز ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دوی د رضاکارانه بېرته ستنېدو، بیا مېشتېدو او د ژوند شرایطو د ښه والي لپاره په خپل هېواد کې پراخ اقدامات شوي دي.

ښاغلي عزيزي د سوداګرو سره د ليدنې په دې غونډه کې ويلي، چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره ځانګړی کمیسیون جوړ، د بېرته ستنيدونکو سوداګرو لپاره ځانګړو کمپونو پرانیستل او د مالیې او ګمرکي معافیتونو يادونه شوې چې د سوداګرو او کډوالو ستونزې به حل کړي.

همدارنګه نوموړي په نړيوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو پر ادارې غږ کړی چې د کډوالو د عزتمند او په اصولي ډول د ستنولو لپاره خپلې هڅې زياتې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button