کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸وری، ۱۴۰۴ل)
د روسیې سترې محکمې نن پنجشنبه د افغانستان اسلامي امارت نوم د بنديزونو له نوملړه ليرې چې له شاوخوا شلو کلونو راهیسې يې اسلامي امارت هم د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړی و.
د روسیې ټاس خبري اژانس او نورو رسنيو د دغه هېواد د سترې محکمې د یوه قاضي اولیګ نیفیدوف له قوله خبر ورکړی، چې سترې محکمې د اسلامي امارت نوم له دغه لېسته ایستلی دی.
د شنونکو په باور، دا اقدام طالبانو ته یو ډیپلوماټیک بری بلل کېږي، ځکه چې دوی په ۲۰۰۳ کال کې د روسیې له خوا د ترهګرو په لیست کې شامل شوي وو، او له هغوی سره هر ډول تماس د روسیې د قوانینو له مخې جرم بلل کېده.
روسي چارواکو په وروستیو کې پر دې ټینګار کړی چې له طالبانو سره باید اړیکې ونیول شي، څو افغانستان ته ثبات راشي.
په دې وروستیو کلونو کې د منځنۍ آسیا هېوادونو لکه قزاقستان او قرغزستان هم طالبان له خپلو ترهګریزو لیستونو ایستلي دي.


















