کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۴ل)
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې امنیتي ځواکونو پلازمینه اسلام آباد کې د حزب اختلاف مشر او د تحریک انصاف ګوند ګڼ مشران نیولي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې امنیتي ځواکونو وروسته له هغه عمر ایوب خان، زرتاج ګل وزیر، د پخواني لومړي وزیر عمران خان درې خویندې او د تحریک انصاف ګوند ځینې نور مشران ونیول، چې د اډیاله زندان مخته یې پرلت وهلی وو.
دوی پخواني لومړي وزیر عمران خان سره د لیدلو غوښتنه کوله او محکمې هم پخواني لومړي وزیر سره د لیدلو امر ورکړی و.
د ویلو ده، چې تحریک انصاف ګوند په خپل لومړني غبرګون کې د یادو کسانو نیول کېدل غندلي، حکومت یې تورن کړی چې د محکمې پریکړه یې ننګولې ده او دوی به یې پر وړاندې محکمه کې د (توهین عدالت) قضیه جمع کوي.


















