غزه؛ حماس ځواکونو ۵ اسرائیلي ټانکونه ویجاړ کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې القسام لېوا خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د غزې تړانګې شمال کې د اشغالګر صهیونیستي پوځ ۵ “میرکافا” ټانکونه ویجاړ کړي دي.

القسام لېوا د یوې لنډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: اشغالګر پوځیان له خپلو یادو پرمختللو ټانکونو سره یوځای په عملیاتو بوخت و، چې د دوی ځواکونو د “یاسین ۱۰۵” ټانک ضد توغندیو پرمټ هدف وګرځول.

القسام وایي ۵ میرکافا ټانکونه یې په بشپړه توګه ویجاړ کړي او صهیونیستي پوځیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button