حماس د غزې د ادارې سپارلو راپورونه رد کړل وايي د اسیرانو د آزادۍ لپاره به مقاومت ته دوام ورکړو

 کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د غزې د ادارې د سپارلو راپورونه رد کړل وایي، چې د دوی مقاومت به د اسیرانو د آزادۍ لپاره تر هغه مهاله دوام ومومي، څو د اشغالګرو له زندانونو خپل اسیران راخلاص کړي.

تر دې مخکې العربیه تلویزیون د فلسطیني سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې حماس چمتو دی څو د جګړې د پای ته رسولو په بدل کې له واک تېر شي او یو اوږدمهاله اوربند ته غاړه کښېږدي.

خو د حماس غورځنګ تازه څرګندونې چې د الجزیره له لارې يې خپرې کړې، پکې ویل شوي: “زموږ مقاومت د قهرمانو اسیرانو آزادۍ ته وفادار دی، جګړه به تر هغې روانه وي څو هغوی ازاد شي.”

له بله پلوه کابل ټکی کام ته هم د حماس یوې نږدې سرچینې هغه ادعاوې بې‌اساسه بللي، چې ګواکي دغه ډله به د تلپاتې اوربند په بدل کې د غزې اداره فلسطیني ادارې ته وسپاري.

دغه متضاد راپورونه په داسې حال کې خپرېږي، چې د غزې جګړه لا هم روانه ده او د سیاسي حل‌لار موندل یې تر اوسه لا ستونزمن ښکاري.

مربوطه مطالب

Back to top button