د اسرائیلو د پوځ پخوانی لوی درستیز: اسرائیلو جګړه بایللې او حماس بيرته د پخوا په څير ځواکمن شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۴ل)
د اسرائیلو د پوځ پخوانی لوی درستیز او متقاعد جنرال اسحاق بريک په تازه څرګندونو کې ويلي چې اسرائیلو په غزه کې حماس ته جګړه بایللې ده او د حماس ځواک بېرته د پخوا په څير زیات شوی دی.
هغه وويل، چې د اسرائیلو رسمي راپورونه له پوځي بریاوو ډک دي او زياته يې کړه دغه د برياوو راپورونه خپرول ټول له درواغو ډک دي.
بريک ويلي، اسرائیلي پوځ په غزه کې یوازې د مقاومت د تونلونو ۱۰٪ ویجاړ کړي نه ۲۵٪ لکه څنګه چې دوی ادعا کوي.
بریک همدارنګه وویل، چې د حماس د جنګیالیو شمیر بېرته شاوخوا ۳۰ زره ته رسېدلی دی، په همغه اندازه لکه مخکې له جګړې چې څومره و.
هغه د اسرائيلي پوځ لوړپوړي مشران درواغجن وبلل او زياته يې کړه چې تل يې رسنیو ته دروغ ویلي دي او خلک یې ګمراه کړي دي.
په پای کې بریک اشاره وکړه چې اسرائیل د داخلي وېشونو له امله د ړنګېدو په لور روان دي او د پوځ مشر ایال زامیر د نتنیاهو او کاتس د لاس آله دی، چې په غلطه توګه د بندیانو د آزادۍ په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.



