کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
د عربي نړۍ مشهور نظامي شنونکی جنرال فایز الدویري ویلي چې د فلسطین مقاومت، په ځانګړي ډول د حماس پوځي څانګې کتائب القسام په غزه کې د وروستیو عملیاتو له لارې دا ثابته کړه چې د جګړې ابتکار له دوی سره دی او لا هم په جګړه کې دوی برلاسي دي او د اسرائیل هڅې د دې لپاره چې مقاومت بېوسه کړي، تر اوسه ناکامې پاتې دي.
الدویري ویلي، هغه عملیات چې په بیت حانون او د غزې ښار په التفاح سیمه کې ترسره شول، د مقاومت د پرمختللي نظم او ميداني وړتياوو ښکارندویي کوي.
نوموړي زیاته کړه، دا کمینونه یوازې یوه ناڅاپي پېښه نه، بلکې سلسلهوار، پلان شوي او څو پړاوه عملیات وو چې پکې ترصد، برید او د دښمن د غبرګون شنډولو لپاره دقیق کار ترسره شوی دی.
د القسام لخوا خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې مجاهدین له هغه تونل راوتلي چې اسرائیلي پوځ مخکې له مخکې کشف کړی و، خو بیا هم له همدې ځایه برید شوی، چې دا د اسرائیلي استخباراتو ستره ناکامي ښيي.
جنرال الدویري وویل، د التفاح په کمین کې یو اسرائيلي ځواک د تونل دننه په مهارت سره داخل او بیا په چاودنه کې له منځه یووړل شو، چې دا د مقاومت د دقیق ترصد، صبر او سنجول شوي اجرایوي پلان نښه ده.
نوموړي دا هم وویل، چې مقاومت لا هم د وسلو، تاکتیکونو او بېلابېل ډوله بریدونو له لارې د اشغالګرو پر وړاندې دریږي او د تونلونو کارونه اوس هم د اسرائیلي پوځ لپاره یو “تور صندوق” پاتې دي، چې دا د هغوی لپاره ستره امنیتي ستونزه ده.
الدویري ټینګار وکړ، چې د اسرائیلو له خوا د مقاومت د «لاس ماتونې» هڅې تر اوسه بریالۍ نه دي، او مقاومت توان لري چې د هر فرصت له استفادې سره د جګړې صحنه بېرته کنټرول کړي.


















