کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
د اسرائيلو د اپوزیسیون مشر یائیر لابید د خپل هېواد اوسنی حکومت سخت وغانده او ويې ويل:”دا حکومت نه شي کولی جګړه وګټي، ځکه چې نه يې د بريا لاره زده ده او نه د سبا ورځې لپاره کومه طرحه لري.”
لابید زیاته کړه چې حکومت نه شي کولی کافي شمېر سرتېري جذب کړي، ځکه چې د حریدي یهودو له خوا د عسکري خدمت له تېښتې ملاتړ کوي.
نوموړي دا هم وويل: “موږ ته تر يو نيم کال زيات وخت راکړل شو او نړۍ د حکومت ملاتړ وکړ، خو نتنياهو نه پوهېږي چې څنګه بريا ته ځان ورسوي.”
نوموړي خبرداری ورکړی چې “يهودان به د يهودانو په لاسونو ووژل شي او هېواد د ستر ناورين پر درشل ولاړ دی.”
په عين حال کې د اسرائيليو ۱۳ تلويزيوني چينل راپور ورکړی وايي، استخباراتي معلومات ښيي چې ښايي يو سياسي ترور رامنځته شي او نتنياهو پدې ښه پوهېږي او کولای شي چې د دې مخه ونيسي.
په راپور کې راغلي چې که چيرې د “شاباک” اسرائيلو استخباراتي ادارې مشر رونين بار استعفا ورکړي، نو نتنياهو به داسې څوک وټاکي چې د ده پر ضد روان تحقيقات ختم کړي او له محاکمې يې وژغوري.
د اسرائيلو ۱۲ تلويزيوني شبکې بيا راپور ورکړی چې د اپوزیسیون مشران لکه لابید، بنی ګانتس، آویګدور لیبرمن او یایر ګولان د شاباک د مشر د څرګندونو وروسته سره وکتل او مشورې يې وکړې.
دغو مشرانو د خپلې ناستې وروسته ويلي: “د نتنياهو چلند د هېواد راتلونکي ته جدي خطر پېښوي.”


















