کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او یوناما په ګډه مشرۍ په کابل کې د اسلامي امارت د اړوندو ادارو، یوناما او نورو نړیوالو بنسټونو تر منځ تخنیکي ناسته وشوه، چې پکې د افغان کډوالو او کورنیو بېځایه شوو د ستونزو او حللارو په اړه بحث وشو.
د غونډې مشري د مهاجرینو وزیر او د یوناما مرستیال کوله.
د راستنيدونکو چارو وزارت وزير مولوي عبدالکبیر هیله څرګنده کړه چې ناسته به د مهاجرینو د ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي.
ښاغلي وزیر په خپلو خبرو کې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل وغندل او دا یې د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې سبب وباله.
مولوي عبد الکبير، بې کاري او فقر اسلامي امارت ته په میراث ورپاتې وباله او په وینا یې دغو ستونزو پر ټولنه منفي اغیز کړی دی.
نوموړي، په ټولنه کې د مهاجرینو پر ادغام، هغه له نړیوالو ادارو وغوښتل چې خپلې مرستې د افغانستان دننه پر بېځایه شوو او راستنېدونکو متمرکزې کړي زياته يې کړه د اسانتیاوو چمتو کولو او د ستونزو حل لپاره د نړیوالو مرستې اړینې دي او مهاجرینو ته یې د د ایمي سرپنا رغولو په برخه کې د نړیوالو د مرستو غوښتنه وکړه.
په ناسته کې د یوناما مرستیال اندریکا راټواټه وویل چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۸۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي دي او د هغوی د مرستو په اړه یې جزیات وړاندې کړل. نوموړي زیاته کړه چې تېر میلادي کال ملګرو ملتونو ۱۸۳ میلیونه ډالر بشري مرستې برابرې کړې او د نورو مرستو د ترسره کولو ډاډ يې ورکړ.
د غونډې په دوام کې بېلابېلو نړیوالو بنسټونو خپل پلانونه او د مرستو څرنګوالی تشریح کړ، او د افغان حکومتي ادارو استازو د خپلو خدماتو او راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات شریک کړل.


















