کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د روسیې له سفیر ښاغلي دمیتري ژیرنوف سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اوبو او انرژۍ په برخو کې د پانګونې او دوهاړخیزو همکاریو په اړه مفصل بحث کړی دی.
سرپرست وزیر د روسیې دولتي او خصوصي شرکتونو ته په افغانستان کې د اوبو لېږد، بندونو جوړولو، او د برېښنا تولید په مهمو پروژو کې د پانګونې بلنه ورکړې او د هر ډول همکاریو ډاډ یې څرګند کړ.
نوموړي له روسیې څخه مننه کړې چې د افغانستان اسلامي امارت یې د ممنوعه ډلو له لیست څخه ایستلی، او دا اقدام یې د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراخېدو لپاره مهم بللی دی.
د روسیې سفیر ژمنه وکړه چې اړینو شرکتونو ته به د پانګونې اړوند معلومات ورسوي، او سرپرست وزیر ته یې د کازان اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړه، چې هغه هم ومنله.


















