کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
د بادغیس ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د یو نوي جامع روغتیايي مرکز د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د عامې روغتيا وزارت وايي، چې دا مرکز به د بادغیس عامې روغتیا ریاست په همکارۍ او د UNHCR په مالي ملاتړ جوړ شي، چې لګښت یې له ۵۰۰ زرو امریکايي ډالرو څخه ډېر اټکل شوی دی.
د پرانیستې په مراسمو کې د بادغیس والي، د عامې روغتیا رئیس، د UNHCR، یونیسف او SAF مؤسسې استازو، قومي مشرانو او د سیمې خلکو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا رئیس مولوي خان محمد همت وویل، د دې مرکز په فعالېدو سره به د غورماچ ولسوالۍ د خلکو روغتیايي ستونزې تر ۷۰ سلنه پورې راکمې شي.
نوموړي له ټولو مرستندویو ادارو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د ولایت په نورو برخو کې به هم د روغتیايي خدمتونو پراخولو ته دوام ورکړي.


















