کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو په هدف، د قزاق – افغان سوداګریز فورم او د قزاقستان د تولیداتو نندارتون په کابل کې پرانیستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې مراسمو کې ددغه وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزی، د قزاقستان د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین، د کابل والي ملا امینالله عبید، د سوداګرۍ او پانګونې، صنایعو او کرنې اتاقونو استازو او د دواړو هېوادونو خصوصي سکتور ګډون کړی و.
ښاغلي عزیزی وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۳۲ سلنه زیاته شوې او هدف یې درې میلیارده ډالرو ته رسېدل دي. هغه افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ د پل په توګه یاد کړ.
هغه همداراز پر دې ټینګار وکړ چې افغانستان کولای شي د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ مهم پل وي. نوموړي د سوداګریزو نندارتونونو د دوام، د تجارتي مرکزونو جوړېدو، او صادراتي – وارداتي زمینو برابرېدو ته ژمنتیا وښوده.
د قزاقستان وزیر افغانستان یو ستراتیژیک شریک وباله او ویې ویل چې دغه ډول فورمونه د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهم دي.
یاد نندارتون د ۲۵ قزاقي شرکتونو په ګډون د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بلنه جوړ شوی دی.


















