کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ پوځي څانګې “سرایة القدس” د یوې رسمي اعلامیې له لارې څرګنده کړې چې د سوریې حکومت د دوی دوه تنه مهم غړي بې له کوم قانوني دليله نیولي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د سوریې امنیتي ځواکونو دا نیونې د پلازمېنې دمشق ښار کې ترسره کړي او نیول شوي کسان خالد خالد او د تنظيمي کميټې مسؤل یاسر الزفري په نومونو دي. سرایة القدس دغه اقدام “ناموجه” بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.
اعلامیه زیاتوي، چې اسلامي جهاد غورځنګ د تېرو یو نیم کال راهیسې د غزې په تړانګه کې د اسرایلي ځواکونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړی، خو له هېڅ عربي او اسلامي هېواد څخه یې ملاتړ نه دی ترلاسه کړی، بلکې زیاتره وختونه د هغوی له لوري له شا ګوزار سره مخ شوي دي.
د سوریې حکومت تر دې دمه د نیول شویو کسانو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
دا نيونې وروسته له هغه رامنځته کېږي چې څو میاشتې وړاندې د فلسطیني غورځنګونو حماس او اسلامي جهاد دفترونه په دمشق کې وتړل شول.


















