کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ په هدف د قزاق-افغان سوداګریزې مجمع تر چتر لاندې یوه مهمه غونډه ترسره شوه، چې پکې د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر، سریک ژومانګارین، ګډون درلود.
په یاده غونډه کې چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور غړو ترمنځ جوړه شوې وه، د لوژستیک، درمل جوړونې، فلزاتو، نساجۍ، غوښې محصولاتو، اوړو تولید، خوږو شیانو، غیرالکولي مشروباتو، موټرو، کیمیاوي موادو، زراعت، انجینرۍ، میخانیکي او ساختماني برخو کې خبرې اترې وشوې.
د خبرو پایله کې، د خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۷ تجارتي او ۳ همکاريز تفاهملیکونه لاسلیک شول.
ښاغلي نورالدین عزیزي د تفاهملیکونو د لاسلیک پر مهال خوښي وښوده او ویې ویل چې دغه هوکړهلیکونه به دواړو هېوادونو ته مادي او معنوي ګټې ورسوي.
په پای کې، عزیزی د دواړو هېوادونو له خصوصي سکتورونو وغوښتل چې د تفاهملیکونو د پلي کولو لپاره زيار اوباسي او که له کوم خنډ سره مخ شي، د دواړو هېوادونو له مسؤلینو سره اړیکه ونیسي ترڅو ستونزې په ګډه حل شي.


















