کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت سازمان حماس ویلي، چې د سوریې پلازمینه “دمشق” او اردن کې یې لسګونه ملاتړي نیول شوي دي.
یادې ډلې ته نږدې سرچینې وایي، چې سوریه کې یې ۱۶ او اردن کې ۵۸ فعالان نیول شوي دي.
حماس غورځنګ د سوریې په نوي مشرتابه غږ کړی، چې د دوی اړوند فعالان دې خوشې کړي.
دغه راز یادې ډلې اردن څخه هم ورته غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې نیول شویو غړو یې سوریه او اردن کې سیاسي فعالیتونه نه کول او هڅه یې کوله، چې له دواړو هېوادونو څخه ووځي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ اسلامي جهاد ډلې هم سوریه کې د خپلو دوه تنو مهمو مشرانو د نېول کېدو خبر ورکړی و.
د ویلو ده، چې سوریه کې د بشارلأسد د حکومت تر نسکورېدو وروسته دغه هېواد کې د فلسطیني مقاومتي ډلو دفترونه او روزنیز مرکزونه تړل شوي، ګڼ شمېر فعالان یې له سوریې وتلي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې د حماس او اسلامي جهاد اړوند کسان دغه هېواد کې نیول کېږي.


















