کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو اعلان کړی چې د MQ-9 ډول امریکایي ډرون الوتکه يې د حجه ولایت ساحلي فضاء کې د دوی له لوري جوړ شوي ځمکني توغندي په وسیله نسکوره کړې ده.
د يمن پوځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دا اوومه الوتکه ده چې د روان اپرېل میاشتې په ترڅ کې نسکوروي او ۲۲مه الوتکه ده چې د “الفتح الموعود او الجهاد المقدس” تر عملیاتو لاندې نسکوريږي.
د يمن د پوځ په اعلاميه کې راغلي ، چې ځواکونو يې د سور او عربي سمندرګیو په اوبو کې د کروز توغندیو او بېپیلوټه الوتکو له لارې دوه پوځي بريدنه ترسره کړې دي چې د امریکا د جنګي بیړیو “ترومان” او “فینسن” او له هغوی سره مل ځواکونه يې هدف ګرځولي دي.
د يمن پوځ ادعا کوي چې د دښمن پر وړاندې د هغوی نظامي دریځ اوس د څو اونیو وړاندې په پرتله پیاوړی شوی او دوی توانېدلي چې د دښمن د یرغلونو او بریدونو مخه ونیسي او پر عملیاتو یې ستراتیژیک تاثیرات واچوي.
د يمن پوځ يوځل بيا خپله ژمنه تازه کړې وايي، چې د فلسطین له مظلوم ملت څخه به د غزې تر ازادۍ او محاصرې تر پای ته رسېدو ملاتړ ته دوام ورکړي.


















