کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۴ل)
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د کشمیر په یوه تفریحي سیمه کې د وسله والو لخوا د ۲۶ سیلانیانو د وژنې غندنه کړې او ژمنه یې کړې چې عاملین به یې عدالت ته راکاږي.
د راپورونو له مخې، دا بريد تېره ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو وشو، چې له امله یې د پولیسو په وینا، ۲۶ تنه ووژل شول.
پولیس وايي، لا هم د برید کوونکو په لټه کې دي او د امنیتي ځواکونو هڅې روانې دي تر څو عاملین ونیول شي.
تر ياد بريد وروسته نریندرا مودي سعودي عربستان ته خپل دوه ورځنی رسمي سفر لنډ کړ او په عاجله توګه نوي ډیلي ته ستون شوی.
نوموړي په یوه رسمي بیان کې د وژل شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او زياته کړې ده : “زه خواخوږي کوم له هغو کسانو سره چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي. دا ناوړه عمل به بې ځوابه پاتې نه شي. هغه کسان چې د دې تر شا دي، عدالت ته به راوستل شي.”
د یادونې ده چې کشمیر له کلونو راهیسې د نښتو، تاوتریخوالي او بې ثباتۍ شاهد پاتې شوی او په دغه سيمه کې وروستي برید د امنیتي وضعیت له امله یو ځل بیا نړيوالې اندېښنې راپارولي دي.


















