کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ويلي، چې د هندوستان هېواد دغه وزارت سره د ۴،۸ ټنه واکسینو مرسته وکړه.
د عامې روغتیا وزارت رهبري د هندوستان هېواد څخه د یادې مرستې په موخه مننه کړې او زياتوي چې دا واکسین د بېلا بېلو ناروغیو لکه؛ د سپي چیچنې (Rabies)، تیتانوس، تور زیړي (هیپټایټس بي)
او انفلونزا مخنیوي لپاره اړین دي، چې په مرسته به یې په افغانستان کې د زرګونو خلکو ژوند وژغورل شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وزیر وویل:”د دې واکسینو مرسته د بیلابیلو ناروغیو د مخنیوي لپاره اړین ګام دی او د دې مرستې په وسیله به په افغانستان کې د زرګونو خلکو ژوند وژغورل شي.”
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه واکسینونه به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د روغتیايي کمپاینونو له لارې وویشل شي، چې هدف یې د خلکو د ساتنې او ناروغیو د پراختیا مخنیوی دی.


















