کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۴ل)
د سرپل او باميانو ولايتونو سيمهييزو چارواکو خبر ورکړی چې په دغو ولايتونو کې د اوبو رسولو او زراعتي خدمتونو د ښهوالي لپاره نوې پرمختيايي پروژې پيل شوې دي.
د سرپل د والي معاون مولوي خال محمد حقاني وايي، په دغه ولايت کې د FAO په مالي ملاتړ د مرکز اړوند په بهسود سيمه کې د ۱۸۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت يو کانال جوړېږي، چې ۵۷۰ متره اوږدوالی، ۱.۵ متره سور او ۱.۲ متره لوړوالی لري.
نوموړی زياتوي، دغه کانال به تر پنځه زره جريبه ډېره کرنيزه ځمکه خړوبه کړي او شاوخوا درې تر څلور زره کسانو ته به لنډمهاله کاري زمينه برابره شي.
بلخوا، په باميان ولايت کې د بانک جهاني په مالي ملاتړ په پنجاب ولسوالۍ کې د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت لس شبکې د پاکو اوبو رسولو لپاره پيل شوي، چې له امله به تر زر ډېرې کورنۍ، يوولس جوماتونه، څلور مکتبونه او څو ديني مدرسې له پاکو اوبو برخمنې شي.
دواړو ولايتونو اوسېدونکو له دې پروژو خوښي ښودلې او دا يې د ژوند د اسانتيا او اقتصادي ودې لپاره مهم ګامونه بللي دي.


















