د غزې شمال کې صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ غویی، ۱۴۰۴ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړانګې په شمال کې حماس ځواکونو سره نښتو او چاودنو کې د ګولاني لېوا یو سرتیری وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلي رسنۍ وایي، چې ځواکونه یې یوې داسې ودانۍ ته تر ننوتلو وروسته د چاودنې ښکار شوي، چې حماس پکې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي و.

حماس غورځنګ د برید د مسؤلیت تر څنګ ویلي، چې ځواکونو یې شجاعیه کې هم صهیونیستي پوځ سره نښتې کړي او درنه مرګ ژوبلې ور اړولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button