په پکتیکا کې د ۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶۹ پراختیایي پروژې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ غویی، ۱۴۰۴ل)

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې د دغه وزارت له لوري د پکتیکا ولایت وازیخوا ولسوالۍ کې د شاوخوا ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۹ بېلابېلو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.

د ياد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د دغو پروژو د پرانیستې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد، یو شمېر نور سیمه‌ییز مسؤولین، علماء، سپین ږیري او ځوانانو ګډون کړی و.

د کلیو د بیارغونې وزیر په خپلو خبرو کې وویل، وزارت به هڅه وکړي چې د وازیخوا ترڅنګ د هېواد نورو وروسته پاتې سیمو ته هم پراختیایي خدمات ورسوي.

پدې پروژو کې د یو کوچني بند جوړول، د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او اوبند کانالونو رغول شامل دي. چارواکي وایي چې د پروژو د پلي کېدو پر مهال به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي، او له بشپړېدو وروسته به یې د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button