کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ غویی، ۱۴۰۴ل)
د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، صیونیستي رژیم لبنان کې د جبهة العمل اسلامي ګوند مخکښ او مهم غړی حسين عزت عطوي په شهادت رسولی.
د معلوماتو له مخې، نوموړي پر صیونیستي ریژیم د توغندیزو بریدونو مسؤولیت په غاړه درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې صهیونیستي رژیم لبنان کې له حزب الله اسلامي غورځنګ سره تر اوربند وروسته هم نږدې هره ورځ پر دغه هېواد بریدونه کوي او د حزب الله غورځنګ، فلسطیني مقاومتي ډلو او جبهة العمل اسلامي ګوند اهداف په نښه کوي.
د ویلو ده، چې یاد ګوند د رهبری شورا په نننۍ غونډه کې د لبنان د حکومت په ګډون له ټولو اړخونو غوښتنه کړې، چې د صهیونیستي ريژیم د تیریو پر وړاندې دې متحد دریځ خپل کړي.
















