حماس: یوازې هغه تړون منو چې له غزې د اشغالګرو د وتلو ضمانت کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ غویی، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د رهبری شورا غړي او ویاند باسم نعیم ویلي، دوی یوازې هغه تړون مني، چې د تلپاتې اوربند، د اشغالګرو پوځیانو د بشپړ وتلو، د غزې لارو پرانیستلو او د بیا رغولو ضمانت ورکړي.

نوموړي دغه راز یوځل بیا د مقاومت د بې‌ وسلې کېدو سره مخالفت کړی او ټینګار یې کړی، چې د فلسطینیانو کړاوونه باید کم شي.

مربوطه مطالب

Back to top button