اسلامي جهاد محمود عباس د اسرائیلو لاوډسپیکر بللی

کابل ټکی کام (جمعه، ۵ غویی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د مقاومت سازمان اسلامي جهاد محمود عباس ته په خطاب کې ویلي، چې متاسفانه ته د اسرائیلو لاوډسپیکر یې او د همغوی په ژبه غږیږې،ځکه نو اسلامي مقاومت ته د سپي زامن وایې.
اسلامي جهاد فلسطیني ډله وروسته له هغه په یوه اعلامیه کې محمود عباس غندي چې تیره ورځ یې په یوه خبري غونډه کې د حماس اسلامي غورځنګ مجاهدین د سپي زامن وبلل.
د اسلامي جهاد پوځي څانګې (سرایة القدس) دغه خبرو ته په غبرګون کې محمود عباس د اسرائیلو لاوډسپیکر بللی دی.



