د کډوالو خدمت ته د اسلامي امارت ژمنتيا: فاریاب کې د استوګنې لوی ښارګوټی پرانیستل شو

کابل ټکی کام (جمعه، ۵ غویی، ۱۴۰۴ل)

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د فاریاب ولایت په دولت‌اباد ولسوالۍ کې له پاکستان څخه د اجباري راایستل شویو راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانیست.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دا ښارګوټی، چې د څلور زره جریبه ځمکې پر مساحت جوړېږي، د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا سروې او ډیزاین شوی او ټول ښاري امکانات پکې په پام کې نیول شوي دي.

د پرانیستې مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د فاریاب والي مولوي عبدالاحد فضلي، ځايي مسؤلین، علما، مشران او ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و.

مولوي عبدالسلام حنفي د مراسمو پر مهال وویل، د اسلامي امارت رهبري هڅه کوي چې راستنېدونکو هیوادوالو ته د هوسا ژوند شرایط برابر کړي زیاته يې کړه:« د دې هدف لپاره دولس کمېټې موظفې شوې دي چې د کډوالو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې کار کوي.»

نوموړي وويل، د دغو کمېټو له ډلې شپږ د بېړنیو خدماتو، لکه د استقبال، ثبت، څښاک اوبو، خوړو، لنډمهاله مېشتېدنې او د استوګنې ځایونو ته د لېږد مسئولیت لري، او پاتې نورې د ښوونې، روزنې، دايمي مېشتېدنې او نورو اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي حنفي دوه ورځې وړاندې د سرپل ولایت سیداباد ولسوالۍ کې هم د اجباري راایستل شویو کډوالو لپاره د یو زر دوه سوه او اووه څلوېښت جریبه مساحت لرونکی ښارګوټی پرانیستی و.

مربوطه مطالب

Back to top button