ابو عبیده: د قسام مجاهدین لا هم د اشغالګرو پر ضد منظم بریدونه کوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۵ غویی، ۱۴۰۴ل)

د حماس د نظامي څانګې “کتائب القسام” ویاند ابو عبیده ویلي، چې د دوی جنګیالي لا هم د اسرائيلي ځواکونو پر ضد منظمې او هدفمندې جګړې پر مخ وړي، کمینونه ورته نیسي او د مخکې نه ټاکل شويو تاکتیکونو له مخې بریدونه ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د بیت حانون له شماله تر رفح پورې په جنوبي غزه کې د قسام مجاهدین د اشغال پر ضد پرله‌پسې مقاومت ته دوام ورکوي، چې نه یوازې پوځي بریا بلل کېږي، بلکې د اسلامي امت د ځوان نسل لپاره یو ویاړلی مثال هم دی.

ابو عبیده ټینګار کړی، چې د قسام جنګیالي په دفاعي لیکو، تاکتیکي بریدونو او کمینونو کې چمتو دي، او د مقاومت پر لاره یې یو له بله سره د ثبات، بریا او یا هم شهادت ژمنه کړې ده‌.

مربوطه مطالب

Back to top button