په غزه کې د حماس بريدونه؛ یو اسرائیلي عسکر وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۵ غویی، ۱۴۰۴ل)

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ د غزې په جنوبي برخه کې د یوې امنیتي پېښې له امله لږ تر لږه شپږ اسرائیلي عسکر ټپیان شوي، چې د یوه حالت یې نازک بلل شوی.
الجزيرې د اسرائيلي رسنيو په حواله په خپل راپور کې ویلي چې ټپیان د سرحدي ساتنې ځواک غړي دي او له ټپیانو څخه يو په غزې ښار کې د شجاعیه په سیمه کې ژوبل شوی دی.
په ورته وخت کې، اسرائيلي رسنیو د یو بل خبر په حواله ویلي، چې د رفح ښار د تل السلطان په سیمه کې د حماس مجاهدينو او اسرائیلي يرغلګرو ترمنځ نښتو کې یو اسرائیلي عسکر وژل شوی دی.
په ورته وخت کې، د اسرائیلي پوځ له لوري ويل شوي چې له غزې څخه يې څلور تنه نور ټپیان ایستلي، چې د درېیو حالتونه یې وخیم ښودل شوي دي.
اسراییلي رسنيو په داسې حال کې پر خپلو ځواکونو د بريدونو اعلان کړی چې د حماس د پوځي څانګې (کتائب القسام) ویاند ابو عبیده همدا څو ساعته مخکې په خپلو تازه څرګندونو کې وویل، چې د دوی مجاهدین لا هم په ميدان کې د اسرائيلي ځواکونو پر ضد منظمې او مؤثرې جګړې ترسره کوي، کمینونه ورته نیسي او د هغوی پر ضد له مخکې ټاکل شویو تاکتیکونو سره سم عملیات ترسره کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button