تايلنډ: د پولیسو الوتکې نسکورېدو پېښه کې يو پيلوټ او ۵ پوليس افسران مړه شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، په تايلنډ کې د هواهن هوايي ډګر ته نېږدې سمندر کې د پولیسو کوچنۍ الوتکې لويدو پېښه کې د الوتکې ټوله عمله پکې وژل شوې ده.

د نړیوالو رسنیو په وینا، دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۸:۱۵ بجې هغه مهال رامنځته شوه کله چې د پولیسو ټوین اوټر الوتکه د پیرا شوټ د روزنې په موخه پرواز ته پورته شوه.

د تايلينډ نیشنل پولیسو د ټولنیز رسنیو په خپله پاڼه کې د پېښې تفصیلات خپاره کړي وایي دغې الوتکې د پولیسو د هوايي څانګې د یوې آزموینې پر مهال سقوط کړی دی.

د ځايي ایمرجنسي مرکز په وینا، په دغه الوتکه کې ۱ پيلوټ او ۵ پولیس افسران سپاره وو، ټول چې ټولو په دې پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button