دوهم تعقیب: د بندر عباس کې د چاودنې له امله تر ۵۰۰ زیات کسان ټپیان شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۴ل)
د ایران په جنوبي ښار بندر عباس کې د رجائی بندر ځانګړي اقتصادي زون کې یوه قوي چاودنه شوې ده چې له امله یې تر دې دمه لږ تر لږه ۵۶۱ تنه ټپیان شوي دي.
د بندر عباس بیړني خدماتو ادارې د راپور له مخې، د چاودنې له امله د ښار په اسمان کې د لوګي خپاره شوي او ګڼ شمېر ټپیان د ښار بېلابېلو روغتونونو ته انتقال شوي دي.
ځايي راپورونه وايي چې چاودنې د بندر ګڼو دفتري ودانیو ته درانه زیانونه اړولي دي.
د بندر یوه کارکوونکي تسنیم خبري آژانس ته ویلي: “لا هم ډېر کارکوونکي د نړېدلو چتونو لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې هڅې روانې دي.”
خبري سرچينې وايي، د چاودنې اصلي علت تر اوسه معلوم نه دی.
ځينې سرچینې ادعا کوي چې د بندر په ساحه کې د بالیستیک توغندیو د تېلو یوه زېرمه چاودلې ده.
اسرائیلي چارواکو بیا ویلي چې د بندر عباس د پېښې سره د دوی پوځ هېڅ تړاو نه لري.
د هرمزګان ولایت د بندرونو او سمندري چارو د ریاست مرستیال ویلي، چې د بندر عملیات موقتاً درول شوي، خو د اور وژنې او خطرونو د کنټرول وروسته به عادي فعالیت ته بېرته را وګرځي.
چارواکي وايي، د چاودنې د دقیق لامل معلومولو لپاره لا هم څېړنې روانې دي.



