يمني ځواکونو د نيفاتم پر هوايي اډه توغنديز بريد کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۴ل)
د يمني ځواکونو له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې د فلسطيني ملت سره د مرستې او ملاتړ په موخه د صهيونيستي اشغالګرو پر يو هوايي ډګر توغنديز بريد کړی.
په خبرپانه کې راغلي چې يمني ځواکونو دغه توغنديز بريد د اشغال شوي فلسطین په جنوب کې د نقب په سیمه کې د “نیفاتیم” هوایي اډه د “فلسطین ۲” په نوم د یو فوقالعاده چټک بالستیک توغندي په وسیله په برياليتوب سره وویشتل شوه او د دښمن د دفاعي سیستمونو هڅه د دې توغندي په نیولو کې ناکامه شوه.
په خبرپانه کې راغلي چې ځواکونه به يې د الله په مرسته، د امریکایي یرغل پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي او د خپلو پوځي وړتیاوو پراختیا به جاري وساتي، تر څو د میداني وضعیت مطابق غبرګون وښيي، د مقاومت بنسټونه پیاوړي کړي او د مظلوم فلسطیني ولس ملاتړ وکړي.



