حفيظ اللّٰه «جلال»
دا چې ټولنه د انسانانو د ژوند ستنه ياديږي او دا ټولنه هغه وخت د ابادۍ او سوکالۍ خواته تلای شي چې په هغه ټولنه کې تعليم، رښتینولي، د بې وزلو لاسنيوی او هر وګړی د ټولنې د سمون او ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي او د ټولنې آبادي خپل مسؤليت وګڼي.
ځوانانو ته ښوونیز پروګرامونه برابرول، بې روزګاره کسانو ته د کار موندنې فرصتونه برابرول او يا د کار لپاره ښه مشوره ورکول هغه کارونه دي چې يوه ټولنه پرې اباديږي.
په ټولنه کې يو داسې تحريک رامنځته کړای شي، څو هغه ګندګۍ «ډيرانونه» چې د کلي او ټولنې خلکو ته ناروغۍ پيدا کوي، ليرې کړي او بيا ځلې چټليو باندې جريمه ولګول شي.
د کلي مشران او سپين ږيري وهڅول شي چې د ټولنې بې لارې ځوانانو ته وخت پر وخت نصيحت وکړي، د هغوی مشران د هغوی له ناوړه کړنو خبر کړل شي، ترڅو یې په يوه روزګار يا تعليم مصروف کړي او دغه راز که پر نورو لارو د ټولنې فاسد او بې لارې کس سم نه شي نو پر حکومت يې وويروي ترڅو سمې لارې ته برابر او ټولنه يې له فساده وژغورل شي.