د یمن وسله والو ځواکونو ۳ امریکایي بېړۍ ویشتلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ غویی، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو سره سمندر کې درې امریکایي بیړۍ د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک میزائیلو پر مټ ویشتلي دي.

د یمني ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع دغه راز ادعا کړې، چې ګڼې امریکایي بیړۍ د سرې بحیرې شمال ته د سویس کانال په لورې ددوی د ډرون الوتکو او بالستیک میزائیلو له ویرې تښتیدلي دي.

یحیی سریع ویلي له دې سره یې د امریکایي اشغالګرو هغه ستر برید ناکام کړی، چې غوښتل یې د درې سترو پوځي بیړیو پر مټ یې په یمن باندې ترسره کړي.

د یمني ځواکونو ویاند دغه راز ویلي، چې د اسرائیلو په یافا او عسقلان کې یې دوه مهم پوځي اهداف په بریالیتوب سره په بالستیک میزائیلو او بې پیلوټه الوتکو په نښه کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button