اسرائیلي هوايي بریدونه او د سوریې امنیتي عملیات؛ ۱۶ سوريايي پوځيان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ غویی، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې ، د اسرائیلو جنګي الوتکو د چهارشنبې په ورځ ناوخته د سوریې پلازمېنې دمشق ته څېرمه د اشرفیې صحنايا په سیمه کې درې امنیتي مرکزونه بمبار کړي دي.

الجزیرې تلويزيون راپور ورکړی چې دا بریدونه له هغه وروسته وشول چې سوریایي ځواکونو په یاده سیمه کې د اسرائیل پلوه درزي وسله‌والو پر ضد عملیات پيل کړل.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې تایید کړې چې د بمبار او وسله‌والو بریدونو په ترڅ کې د عامه امنیت لږ تر لږه ۱۶ پوځيان وژل شوي دي.

راپورونه ښيي چې د اشرفیه صحنايا سیمه د سوریې ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې او وسله‌والو خپلې وسلې سپارلې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیړني بیان کې ویلي، چې اسرائیل باید پر سوریه بریدونه ودروي، ځکه دا کار د هېواد ملي یووالي ته زیان رسوي.

په عین حال کې، ځینو درزي ډلو له اسرائیلو غوښتي، چې د دوی سیمو ته د سوریایي ځواکونو له بریدونو د دفاع لپاره دایمي هوايي دفاع برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button