ننګرهار کې د ۲۸ میلیونه ډالرو په لګښت د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید ستره پروژه پیل شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ غویی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې د ۲۸ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید ستره پروژه پیل شوه، چې د هېواد په کچه د انرژۍ په برخه کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

دا پروژه چې د شیخ مصري صنعتي پارک لپاره ځانګړې شوې، موخه یې د صنعتي پراختیا تر څنګ زرګونه کورنیو ته د دوامدارې او باوري برېښنا برابرول دي.

ځايي مسؤلین وايي، د دې پروژې د جوړولو چارې به په شاوخوا یو نیم کال کې بشپړې شي.

د صنعت او انرژۍ اړوند چارواکي وايي چې د یادې لمریزې برېښنا د پروژې له بشپړېدو سره به نه یوازې د ننګرهار صنعتي پارک ته لازمه برېښنا برابره شي، بلکې د ولایت نورو سیمو ته به هم د برېښنا د رسونې زمینه مساعده شي.

د ننګرهار د صنعتکارانو ټولنه وايي، له دې فابریکې سره به د دوی د تولید چارو ته دوامداره انرژي برابره شي، چې دا به د کورنیو تولیداتو د ودې ترڅنګ د وارداتو کچه راټیټه او د کارموندنې زمینه پراخه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button