ذبيح اللّٰه مجاهد: د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۸۰ زره جریبه ځمکو د وېش طرحه تأیید کړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ غویی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد، اعلان کړی چې د افغانستان اسلامي مشرتابه له لوري په ټول هېواد کې د ۱۸۰ زره جریبه ځمکو د وېش طرحه تأیید شوې ده.

ښاغلي مجاهد په خپل رسمي اکس اکاونټ ليکلي، چې یادې ځمکې به خصوصي سکتور ته په واک کې ورکړل شي، څو د مالدارۍ او چرګانو ساتلو فارمونو د جوړېدو لپاره وکارول شي.

د اسلامي امارت مشرتابه غواړي چې د خصوصي پانګوالو او تولیدي شرکتونو له لارې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه زیاته کړي، څو هم اقتصادي فعالیتونه پراخ شي او هم د کار زمینې رامنځته شي.

د شنونکو په باور دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د هېواد دننه د مالدارۍ او چرګانو ساتلو صنعت ته وده ورکړل شي، تولیدات زیات شي چې دا د هېواد د اقتصادي ودې، د ځان‌بساینې د پیاوړتیا، او د وارداتو د کموالي په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button